ترکیه د ځان بسیانې په برخه کې د هرې ورځې په تیریدو سره نوي ګامونه اوچتوي.
ترکیې داځل د کوچنیو او مایکرو ډرون الوتکو لپاره کوچني راکټونه جوړ کړل
د ترکیې دفاعي صنایعو د کوچنیو او مایکرو ډرون الوتکو او پرته د چلوونکو زغروالو موټرو د استفادې لپاره ځايي او ملي کوچني راکټونه جوړ کړل.
د ترکیې د ټروی ټکنالوژۍ دفاعي صنایع شرکت د کوچنیو او مایکرو ډرون الوتکو او پرته د چلوونکي زغروالو موټرو لپاره ځانګړي ۴۰ میلي متره په اندازه کوچني راکټونه جوړ کړل.
د ویلو ده چې دا راکټونه د څرخیدونکو او یا ثابت وزرو خاوند، ټیټې ارتفاع کوچنیو او مایکرو ډرون الوتکو د انتقال په ظرفیت طرحه او ډیزاین شوي دي. دا راکټونه په هر ډول شرایطو کې کې د استفادې وړ دي.
دا راکټونه د ۲ کیلومتره واټن په ظرفیت جوړ شوي دي. یو کوچنۍ او یا مایکرو ډرون الوتکه په یو ځل د ۶ دانو راکټونو د انتقال په ظرفیت جوړ شوي دي.
ددې سیستم نه موخه خطرناکو سیمو ته د پرسونل د لیږولو نه پرته په معلومه مصافه کې د تهدیدونو تثبیت او تثبیت شوي تهدیدونه سمدلاسه د لمنځه وړ دي.