د نړۍ تر ټولو چټكه او پرمختللې جنګي جټ الوتكه

په امريكا كې د لاكهېډ مارټين شركت پتيلې ده چې د نړۍ تر ټولو چټكه او پرمختللې نظامي الوتكه جوړه كړي.

832768
د نړۍ تر ټولو چټكه او پرمختللې جنګي جټ الوتكه

 

 

دا الوتكه چې اصلي نوم يې اېس آر – ۷۲ دى او د `بلك بېړد` يا تور مارغه په نامه هم ياديږي، كولاى شي چې ساعت كې تر ۷۲۰۰ كيلومترو سرعت ته ورسيږي. په اصل كې دا الوتكه د اېس آر – ۷۱ د جنګي جټ الوتكې دويم نسل دى چې په ۱۹۶۰مو كلونو كې د همدې شركت لخوا د امريكا د هوايي ځواكونو لپاره جوړه شوې وه. اېس آر – ۷۱  هغه مهال د امريكا د جاسوسي فعاليتونو لپاره جوړه شوې وه چې د ۳۰ كلنې دندې وروسته په ۱۹۹۸م كال كې يې دنده پاى ته ورسېدله.

لاكهېډ مارټين د ۲۰۱۳م كال راهيسې پدې الوتكه باندې كار كوي. ټاكل شوې ده چې په ۲۰۲۰م كال كې به لومړنۍ آمايښتي الوتنه وكړي او لس كاله وروسته په ۲۰۳۰ ميلادي كال به د امريكا اوردو ته وسپارل شي.

دا نوې الوتكه به په عين حال كې د بريد او بمبارۍ وړتيا هم ولري.

 



اړوند خبرونه