د نړۍ تر ټولو امن ښارونه
د ايكونوميست مجلې چې په انګلستان كې خپرونې لري د خپل كلني راپور په ترڅ كې د نړۍ د تر ټولو امنو ښارونو لست خپور كړ.
829858
پدې لست كې د جاپان پلازمېنه توكيو يو ځل بيا د نړۍ د تر ټولو امن ښار عنوان ترلاسه كړ.
له د جاپان د پلازمېنې توكيو وروسته په ترتيب سره سينګاپور، د جاپان اوساكا، د كاناډا ټورنټو او د آستراليا د مېلبورن ښارونه د نړۍ تر ټول امن ښارونه ټاكل شوي دي.
پدې راپور كې د نړۍ ۶۰ ښارونه د څلورو ميعيارونو پر اساس پرتله شوي دي. دا ميعيارونه په ترتيب سره ډيجيټالي اسانتياوې، زېربنا، روغتيا او شخصي امن دى.``
د همدې څلورو معيارونو پر اساس له صفر نه تر ۱۰۰ پورې نومرې وركول كيږي چې توكيو تر ټولو لوړې نومرې ګټلي دي.
د شپېتو ښارونو د لست په پاى كې د پاكستان د كراچۍ ښار، د ميانمار د يانګون ښار او د بنګله دېش پلازمېنه ډاكا ځاى لري. د بله پلوه د ايران پلازمېنه تهران د لست په ۵۲ مقام كې ځاى لري.