تركيه جنګي جټ الوتكه جوړي

د تركيې د هوايي صنايعو اداره هوډ لري چې د هېواد د وسله وال پوځ د هوايي ځواك د پياوړتيا په موخه پرمختللې جنګي جټ الوتكه جوړه كړي.

815584
تركيه جنګي جټ الوتكه جوړي

 

ددې ادارې مشر تمل كوتيل څرګنده كړه چې د دا جنګي جټ الوتكه چې  HÜRJET  د نړۍ د تر ټولو پرمختللو جنګي جټ الوتكو په كتار كې شامله شي.

د كوتيل په وينا ددې پروژې لپاره ۱،۳ ميليارده ډالر جلا شوي دي چې ابتدايي ډيزاين به يې تر ۲۰۱۹ كاله پورې پاى ته ورسيږي او خپله لومړنۍ آمازيښتي الوتنه به په ۲۰۲۳ م كال كې د تركيې د جمهوريت د سلمې كليزې په وياړ ترسره كړي. تمه كيږي چې په ۷ كلونو كې به آزمايښتي الوتنې پاى ته ورسيږي او په ۲۰۲۹ ميلادي كال كې به وسله وال پوځ ته وسپارل شي.

دا جنګي جټ الوتكه به پينځم نسل وي. يعنې د نړۍ د تر ټولو پرمختللو جنګي الوتكو په كتار كې به شامله شي. اوسمهال پينځم نسل الوتكې يواځې امريكا او روسيه لري. د امريكا اېف – ۳۵ ډوله جنګي الوتكه چې په ۲۵ كلونو كې ډيزاين او جوړه شوې ده، د HÜRJET د تركي الوتكې سره به رقابت وكړي.

كوتيل څرګنده كړه چې دې الوتكې نورې تخنيكي چارې په پټ ډول پر مخ وړل كيږي. ددې امله د لا زياتو معلوماتو وركولو ته اړتيا نشته دى.



اړوند خبرونه