په دوبۍ كې مريخ ته ورته ښارګوټى جوړيږي.
د متحدو عربي آماراتو چارواكو په دوبۍ كې د داسې ښارګوټي د بنسټ ډبره كېښودله چې په شمسي نظام كې د مريخ د سيارې چاپېريال ته ورته وي.
815418
د متحدو عربي آماراتو چارواكو په دوبۍ كې د داسې ښارګوټي د بنسټ ډبره كېښودله چې په شمسي نظام كې د مريخ د سيارې چاپېريال ته ورته وي.
ټاكل شوې ده چې پدې ښارګوټي كې به د علمي څېړنو په پايله كې په راتلونكې كې د مريخ سيارې ته د انسان د لېږدلو او هلته د ژوند كولو د امكاناتو تجربه ترلاسه شي.
دا ښارګوټى چې د ۱۳۶ ميليونو ډالرو په پانګونه جوړيږي، پكې به يو شمېر انسانان د يو كال لپاره ژوند وكړي. په دې موده كې به پوهان ددې كسانو د رواني روغتيا په اړه حالات كنترول كړي.
دا پروژه په نړۍ كې د لومړي ځل لپاره په دوبۍ كې ترسره كيږي.