د كلاشينكوف نوې وسله بازار ته وړاندې شوه!
د اې كې – ۴۷ په نامه ټوپك چې ټول يې كلاشينكوف بولي د نړۍ تر ټولو مشهوره وسله بلل كيږي او تر ننه پورې په نړۍ كې تر ټولو زيات انسانان هم په همدې وسلې وژل شوي دي.
د اې كې – ۴۷ په نامه ټوپك چې ټول يې كلاشينكوف بولي د نړۍ تر ټولو مشهوره وسله بلل كيږي او تر ننه پورې په نړۍ كې تر ټولو زيات انسانان هم په همدې وسلې وژل شوي دي.
د كلاشينكوف ګروپ په نامه شركت پدې برخه كې د نړويوال بازار سره د رقابت په موخه خپه يوه نوې هوايي وسله بازار ته وړاندې كړه.
دا وسله چې په عين حال كې د الوتونكو موټر سايكل په نامه هم ياديږي، د روسيې وسله وال پوځ ته تسليم شوې ده. همداراز اړوند هېوادونه كولاى شي چې دا وسله وپېري.
ددې شركت چارواكو د نوې وسلې د څرنګوالي او تخنيكي جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي خو تر ټولو مهمه ځانګړتيا يې دا ده چې د لږې انرژۍ په واسطه كولاى شي چې د يو كسيزې الوتكې په توګه هوايي بمباري وكړي.
د كلاشينكوف د وسلې مخترع ميخايل كلاشينكوف دى دا ساده او اغېزمنه وسله يې د وخت د شوروي اتحاد اوردو ته جوړه كړې وه.
نوموړى چې په ۲۰۱۳م كال كې د ۹۴ كلونو په عمر ومړ، په خپلې يوې مركه كې ويلي و ``چې كلاشينكوف يې د وطن د دفاع لپاره جوړه كړې وه خو دا چې د ماشومانو سرتېرو او بانډونو په لاس كې يې ګورم، ځورېږم.``