چین لومړنۍ بې پیلوټه بحري الوتکه تولید کړه
دا الوتکه چې کولای شي د پیلوټ پرته به اوبو کې ناسته وکړي، د کارګو د انتقال وړتیا هم لري.
814750
دا الوتکه چې U650 د چین د شانګهای په ښار کې یو شرکت تولید کړې ده چې په نږدې راتلونکې کې به بازار ته وړاندې شي.
ویل کیږي چې ددې الوتکې اوسنی ماډل د ۲۰۰ کیلوګرامه کارګو د انتقال وړتیا لري. سربېره پر دې په بحر کې د کشف او ژغورنې په عملیاتو کې به هم ګډون وکړي.
ددې الوتکې اوږدوالی ۵،۸۵ متره دی چې پر یو ځل کولای شي چې تر ۲۰۰۰ کیلومترو پورې واټن ووهي. سربېره پر دې په ساعت کې ۱۸۰ کیلومتره سرعت لري.
دا الوتکه کولای شي چې تر ۱۵ ساعتونو پورې په هوا کې پاتې شي.