د آيفون درې نوي ماډلونه!

د اېپل كمپنۍ پرون ماښام د آيفون درې نوي ماډلونه بازار ته وړاندې كړل. د ماډلونه آيفون – ۸، آيفون – ۸ پلس او ايفون اېكس نوميږي چې تر ټولو د پام وړ يې وروستى موډل دى.

806247
د آيفون درې نوي ماډلونه!

 

د اېپل كمپنۍ پرون ماښام د آيفون درې نوي ماډلونه بازار ته وړاندې كړل. د ماډلونه آيفون – ۸، آيفون – ۸ پلس او ايفون اېكس نوميږي چې تر ټولو د پام وړ يې وروستى موډل دى.

د آيفون – اېكس ماډل چې ددې ګرځنده ټېلفونونو د لسمې كليزې په وياړ بازار ته وړاندې شوى دى، په عين حال كې د آيفون – ۱۰ په نامه هم ياديږي.

دا ټېلفون چې د چارج د مزي پرته چارجيږي، په عين حال كې د نورو ماډلونو بر خلاف منځنى بټن نه لري او ټول سكرين دى.

دا آيفون په عين حال كې د اوبو پر وړاندې مقاومت لري او حافظه يې د ۶۴ جي بي نه نيولې تر ۱۲۸ جي بي پورې رسيږي.

سربېره پر دې د كاروونكي د مخ د پېژندلو د ټېكنالوژۍ سره د آيفون شفر د لاس د ګوتو پر ځاى مخ ته د نيولو سره پرانيستل كيږي.

د يادولو وړ ده چې نور دوه ماډلونه يعنې آېفون – ۸ او آيفون – ۸ پلس د اوسنيو ماډلونو سره كوم اساسي توپير نه لري.

په امريكا كې د آيفون – ۸ بيه ۷۰۰ ډالره او د آيفون – اېكس بيه ۹۹۹ ډالره ټاكل شوې ده.



اړوند خبرونه