ترکیه له روسیې اېس – ۴۰۰ ډوله توغندي اخلي
تركيه په پام كې لري چې له روسيې د اېس – ۴۰۰ ډوله توغنديو دفاعي سيستم چې په نړۍ كې تر ټولو پرمختللى هوايي دفاعي سيستم بلل كيږي، وپېري.
ولسمشر اردوغان پدې اړه څرګنده كړه چې ددې دفاعي سيستم د پېرودلو په موخه دواړه خواوې سره سلا شوي دي او اړوند پروتوكولا لاسليك شوى دى.
د اردوغان په وينا ددې سيستم د پېرودلو په موخه مقابل لورې ته يو مقدار پېسې هم وركړل شوي دي.
اردوغان په قزاقستان كې د اسلامي همكاريو د سازمان د ټېكنالوژۍ په سرمشريزه كې تر ګډون وروسته د راتګ پرمهال خبريالانو ته وويل چې د هېواد د دفاعي صنايعو د سياست او همداراز د دفاع په برخه كې خپلواك سياست لري. پدې اړه څوك د لاسوهنې حق نه لري. د خپل هېواد نه د دفاع په موخه بايد امنيتي او دفاعي تدابير په خپله ونيسو.
اېس – ۴۰۰ ډوله توغندي په نړۍ كې د هوايي دفاعي سيستم تر ټولو پرمختللې وسله ده چې په سيار ډول كولاى شي د جنګي جټ الوتكو او باليستيكي توغنديو د خنثى كولو وړتيا لري.
ټاكل شوې ده چې د اېس – ۴۰۰ ډوله توغنديو يوه فابريكه به په تركيه كې هم جوړه شي او د روسي انجينيرانو په همكارۍ به ددې توغنديو يوه برخه په تركيه كې دننه توليد شي.