ويكيليكس د سي آى ايې نوي اسناد افشا كړل.

د ويكيليكس ټولنې چې مشري جوليان اسانج كوي، د امريكا د مركزي استخباراتو د ادارې سي آى اېې اړوند ځيني پټ اسناد افشا كړي دي.

778911
ويكيليكس د سي آى ايې نوي اسناد افشا كړل.

 

د ويكيليكس ټولنې چې مشري جوليان اسانج كوي، د امريكا د مركزي استخباراتو د ادارې سي آى اېې اړوند ځيني پټ اسناد افشا كړي دي.

ويكيليكس ددې اسنادو په اړه ليكلي دي چې سي آى ايې د `` امپراتورۍ`` تر نامه لاندې يوه پروژه پيل كړې وه چې موخه يې د اېپل د كمپنۍ اړوند د آيفون او نورو وسايلو د كاروونكو د هويت په اړه د اسنادو تر لاسه كول ول.

سي آى ايې د همدې پروژې په چوكاټ كې د اېپل د پروګرام د هك كولو په موخه د اشيل او سي پي په نامه د وايروسونو پروګرامونه جوړ كړي ول.

ددې وايروسونو په واسطه سي آى ايې ددې امكان پيدا كولو چې د آيفون او د اېپل  د كمپنۍ د نورو وسايلو د كاروونكو پټ اسناد او نور معلومات د ګرځنده ټېلفونونو، تابلېتونو او كمپيوټرونو نه غلا كړي. پدې ډول حتى د وسايلو شفرونه هم د ددې سازمان لاسته لوېدل.

دا لا معلومه نه ده چې سي آى ايې به دا وايروسونه كارولي وي او كه نه. كه چېرې داسې اسناد وړاندې سي چې له مخې يې د اېپل د كمپنۍ د كاروونكو سلګونو ميليونو كسانو شخصي معلومات د سي آى ايې په لاس كې وي نو دا به د امريكا او په ځانګړي توګه ددې سازمان لپاره لوى سرخوږى رامنځته كړي.



اړوند خبرونه