د الوتونكي موټر خوب ريښتيا شو!
په اسراييلو كې پوهانو داسې موټر جوړ كړى دى چې د چلوونكي پرته د الوتنې وړتيا لري.
دا موټر چې په فلمونو كې الوتونكو خيالي موټرانو ته ورته دى، كولاى شي چې پر يو وخت ۵۰۰ كيلو ګرامه وزن هم له ځانه سره ولېږدوي.
د اسراييلو د ټېكنالوژۍ يو شركت پدې بريالى شوى دى چې د موټر لومړنۍ بېلګه په برياليتوب سره و آزمايي. دا موټر كولاى شي چې د ۵۰۰ كيلوګرامه وزن سره په ساعت كې د ۱۸۵ كيلومتره سرعت سره والوزي.
د شركت يو تن وياند ويلي دي چې اوسمهال د الوتونكي موټر چارې په آزمېښتي پړاو كې دي. ټاكل شوې ده چې په ۲۰۲۰م كال كې به بازار ت د خرڅلاو لپاره وړاندې شي. شركت وايي چې له دې موټره به د امبولانس په توګه ګټه پورته شي. همداراز د بېړنيو پېښو او ناورينونو پر مهال به د خلكو د ژغورنې په برخه كې هم فعاليت وكړي.
د موټر يوه بله مهمه دنده نظامي ده. د جګړې په ډګر كې د سرتېرو د تخليې او انتقال په برخه كې مهم رول لوبولى شي.
ويل كيږي چې ددې موټر نهايي بيه به ۱۴ ميليونه ډالره وي.