د شمالي كوريا نوى توغندى او د امريكا اندېښنه
د شمالي كوريا ليډر كيم جونګ اون د نوي كال د لمانځنې پر مهال څرګنده كړه چې د اوږد واټن ويشتونكي داسې توغندي د جوړولو چارې د پاى ته رسېدلو په حال كې دي د لويو وچو ترمېنځ د توغول كېدو وړتيا لري.
د شمالي كوريا ليډر كيم جونګ اون د نوي كال د لمانځنې پر مهال څرګنده كړه چې د اوږد واټن ويشتونكي داسې توغندي د جوړولو چارې د پاى ته رسېدلو په حال كې دي د لويو وچو ترمېنځ د توغول كېدو وړتيا لري.
كين جونګ اون څرګنده كړه چې `` په پرمختللې ټېكنالوژۍ د سمبالو وسلو د جوړولو چارې روانې دي. د لويو وچو ترمېنځ د واټن ويشتونكو توغنديو د آٰزمېښت لپاره امكانات آماده دي.``
دا په داسې حال كې ده چې د امريكا د متحدو ايالتونو ټاكل شوي ولسمشر ډانلد ټرمپ بيا د شمالي كوريا د نوي توغندي په اړه د خپل رسمي ټويټر له حسابه څرګنده كړه چې `` شمالي كوريا وايي چې د داسې يو توغندي د جوړېدو چارې د پاى ته رسېدلو په حال كې دي چې د امريكا د متحدو ايالتونو د خاورې د يوې برخې پورې را رسېدلى شي. ددې مخه به ونيول شي!``
ټرمپ همداراز پر چين هم نيوكه وكړه او زياته يې كړه چې د يو اړخيزې سوداګرۍ په پايله كې له امريكا د پام وړ شتمني ترلاسه كوي خو د شمالي كوريا په برخه كې له موږ سره مرسته نه كوي.
د شمالي كوريا د نوي توغندي د توغولو واټن به د ۵۰۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰ كيلومترو پورې وي. دا په داسې حال كې ده چې د امريكا لوېديځ ساحل د شمالي كوريا نه ۹۰۰۰ كيلومتره واټن لري.
پدې ډول شمالي كوريا كولاى شي چې ددې توغندي په واسطه پر امريكا بريد وكړي.