داسې ټوپك چې په دقيقه كې ۷۰۰ مرمۍ ولي.
د تركيې ملي ټوپك
612816
د تركيې د وسله وال پوځ د اړتيا د پوره كولو په موخه د هېواد د دفاعي صنايعو د ادارې لخوا جوړ شوى ټوپك په نړۍ كې سارى نه لري.
دا ټوپك چې د لومړي لپاره په ۲۰۱۱م كال كې توليد شو، په پام كې ده چې وسله وال پوځ ته ۲ زره دانې توليد او تسليم شي.
دا ټوپك چې وزن يې ۴ كيلوګرامه او اوږدوالى يې ۹۰ سانتي متره دى، كولاى شي چې د ۱۲۰۰ مترو په لرې والي سره هدف وويلي.
د تركيې وسله وال پوځ ته د تركي انجينيرانو لخوا توليد شوى ټوپك چې په دقيقه كې د ۷۰۰ مرميو د ويشتلو وړتيا لري او په نړۍ كې سارى نه لري، نندارې ته وړاندې شو. دا ټوپك چې MPT-76 نوميږي. د نړۍ د
نورو هېوادونو د اوردوګانو پاملرنه يې هم جلب كړې ده.
ددې ټوپك د آزمايلو ويډيو دلته كتلاى شئ!