د پینځلسمې د سپوږمۍ د لیدلو چانس له لاسه مه ورکوي!
د پینځلسم سپوږمۍ چې د پښتنو د ادبیاتو به بحثونو کې د ښکلا د انتها لپاره کارول کیږي او ځانګړی ځای لري، دا دی د لومړي ځل لپاره د بل هر وخت په پرتله روښانه لیدل کېدلی شي.
609690
ټاکل شوې ده چې نن شپه به سپوږمۍ د بل هر وخت په پرتله ۳۰ سلنه لا روښانه او ۱۴ سلنه لا زیاته لویه وي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د فضایي چارو ادارې ناسا څرګنده کړه چې نن شپه ٔد لړم په ۲۴مه شپه به سپوږمۍ د ځمکې مدار ته تر ټولو نږدې وي.
تمه کیږي چې د پینځلسم سپوږمۍ به د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو زیات شمېر هېوادونو کې ولیدل شي.
ټاکل شوې ده چې ورته پېښه به بیا په ۲۰۳۵م کال کې له سره تکرار شي.