د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1539511
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان د کووید ۱۹ پر خلاف په مبارزه کې د نړۍوالې همکارۍ غوښتنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګروملتونو سازمان په عمومي اجلاس کې د کووید ۱۹ پر خلاف د مبارزې پّ اړه جوړې شوې ځانګړې غونډې ته د ویدیو کنفرانس له لارې وینا وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې نړۍواله ټولنه د ۲۱ مې پیړۍ تر ټولو ستر امتحان سره مخامخ ده. ددې سخت امتحان او دورې په بریالي توګه د تیریدو لار د نړۍوالې ټولنې ترمنځه د قوي همکارۍ نه تیره شوې ده . پدې حساس وخت کې په نړۍواله کچه همکاري حیاتي ارزښت لري.

د حریت ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان لخوا د اذربایجان مځکنۍ بشپړتیا ته د درناوۍ په مسئلې ټینګار » د سرلیک لاندې لیکلي دي ولسمشر اردوغان د ایران د ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې د قره باغ د مسئلې په اړه هم خبرې وکړي. هغه وویل چې د قره باغ په مسئله کې یوه نوې دوره پيل شوې ده . پدې دوره کې د اذربایجان د مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت سیوري غوړونکي هر ډول اقداماتو او اعمالو نه باید ډډه وشي.

په سیمه کې د تل پاتې سولې او استقرار د ټینګښت لپاره یو نوی فرصت رامنځته شوی دی او د ارمنستان په ګډون د سیمې ټول هیوادونه باید ددې فرصت نه په ډیره ښه توګه استفاده وکړي . ځکه چې دا فرصت د ټولې سیمې په ګټه دی.

د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې نه اذربایجان ته د وسلو صادرات ۶۰۰ سلنه ډیر شوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، اذربایجان چې د ترکیې نه د ترلاسه کړو وسلو سره د قره باغ په جګړه کې ارمنستان ته سترې ماتې ورکړه او ستر بری يي ترلاسه کړ په تیرو لسو میاشتو کې د ترکیې نه د ۲۵۶ میلیونو ډالرو په ارزښت وسلې پیرودلي دي. اذربایجان د قره باغ په جګړه کې په ۴۴ ورځو کې د ارمنستان د وسله والو ځواکونو د نږدې ۳ نیم میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات له منځه وړي دي. ارمنستان پدې جګړه کې په لس ګونو دفاعي سیستمونه، ګن شمیر جنګي الوتکې، په سلګونو ټانکونه او زغروالې موټرې او په سلګونو توپونه او وسلې او مهمات د لاسه ورکړ.

د صباح ورځپاڼې « د واکسین جوړونکي ترک ساینسپوهان به په اروپا کې د کډوالو پر خلاف منفي مفکوره بدله کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا د وال ستریت ژورنال او نیویارک ټایمز ورځپاڼو د کرونا ویروس د واکسین جوړونکو ترک ډاکټرانو اوغور شاهین او اوزلم توره جي په اړه جلا جلا مقالې خپره کړې کړي. په مقالو کې ددې خبرې په ټینګار لیکل شوي دي چې د ترک ډاکټرانو دا ستر بری به په اروپا کې د کډوالو پر خلاف منفي مفکوره بدله کړي. په اصل کې دا بری په لویدیځ کې د کډوالو پر خلاف د هرې ورځې په تیریدو سره ډیریدونکې کرکه له منځه یوسي.

د خبرترک ورځپاڼې « ترک ساینسپوهانو د کووید ۱۹ پر خلاف د پورې سپرې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انقرې ، بیلکنت او هاجه تپې پوهنتونونو د ساینسپوهانو او کارپوهانو لخوا په ګډه  حجرو ته د کرونا ویروس د داخلیدو  د مخنیوي په خاطر د پوزې سپرې جوړ کړی دی. په حیواناتو باندې د دې سپرې ازمایښتونه په بریالي توګه سرته رسیدلي دي او په هر څه ژر به يي پر انسانانو ازمایښتونه پیل شي.

کارپوهانو او ساینسپوهانو ویلي دي چې دا سپرې به د کرونا ویروس اوبا ناروغۍ  په لویه کچه د خوریدو مخه ونیسي.

 



اړوند خبرونه