د جزا د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان د جنګي جنایتونو له امله د تننیاهو د نیولو د حکم غوښتنه وکړه

د جزا د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان  د "جنګي جرایمو " د ترسره کولو په تور د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو د نیولو د حکم غوښتنه وکړه. محکمه به د کریم خان په غوښتنه ارزونه وکړي.

2141976
د جزا د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان د جنګي جنایتونو له امله د تننیاهو د نیولو د حکم غوښتنه وکړه

د جزا د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان  د "جنګي جرایمو " د ترسره کولو په تور د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو د نیولو د حکم غوښتنه وکړه. محکمه به د کریم خان په غوښتنه ارزونه وکړي.

د د جزا د نړیوالې محکمې لخوا د خپور شوي بیان له مخې، څارنوال  کریم خان، د لومړي وزیر نتنیاهو او د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالنټ سربیره، د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه، په غزه کې د حماس مشر یحیی سنوار او د حماس نظامي څانګې عزالدین القسام د لواګانو  د مشر محمد دایف د "نیولو حکم" غوښتنه وکړه.

هغه نتنیاهو او ګالنټ د "جنګي جرمونو" مسؤل وبلل.

خان وویل چې "د باور کولو لپاره مناسب دلیلونه شتون لري چې نتنیاهو او ګالنټ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۸ مې نیټې راپدیخوا د غزې په تړانګه کې د جنګي جرمونو او د انسانیت ضد جرمونه ترسره کړي او مسؤلیت لري".

کریم خان  ویلي دي چې  په قصدي توګه  انسانان په ولګه محکومول ، انسانانو ته ځاني او مالي زیان رسول، خلک بې کوره کول او د خلکو سره ډیر بد او ظالمانه چلند کول او داسې نور ، دا ټول جنګي جرایم دي .

لوی څارنوال ټینګار وکړ چې د بشریت ضد جرمونه په ګوته شوي "د دولتي پالیسۍ سره سم د فلسطیني ملکي وګړو په وړاندې د پراخ او سیستماتیک برید د یوې برخې په توګه ترسره شوي" او دا جرمونه روان دي.

"لوږه په غزه کې د جګړې د وسلې په توګه کارول کیږي"

خان دې ته په اشارې سره چې لوږه په غزه کې د "جګړې د وسلې" په توګه کارول کیږي، وویل چې  د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۸ نیټې راهیسې "بشپړ محاصره د اوږدې مودې لپاره د دریو سرحدي دروازو په بشپړ ډول تړل ،  د اساسي توکو د تیریدو مخنیوی" دا ټول هغه مسایل دي جنګي جرایم شمیرل کیږي.

خان د خوراکي توکو په کتار کې په منتظرو  ملکي وګړو او د بشري مرستو د سازمان کارکوونکو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې دا بریدونه د دې لامل شوي چې مرستندویه بڼسټونه او سازمانونه په غزه کې خپل فعالیتونه ودروي یا محدود کړي.

خان وویل چې دا کړنې چې په غزه کې د قحطۍ لامل شوي "د یو ګډ پلان د یوې برخې په توګه عملي شوي چې د غزې د ملکي وګړو په وړاندې د لوږې څخه د جګړې د یوې میتود په توګه کار واخلي او د تاوتریخوالي نور اعمال ترسره کړي" ترڅو په ډله ایزه توګه ملکي وګړو ته سزا ورکړي.

خان اسرائیلو ته  د "نړیوال بشردوستانه قانون سره سم عمل کولو" په برخه کې  مکلفیت ورپه یاد کړ.

خان د اسرائیلو "د نړیوال بشردوستانه قانون سره سم عمل کولو مکلفیت" په یادولو سره وویل: "هر ډول نظامي اهداف چې دوی یې ولري، په غزه کې د دې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره اسرائیل لخوا  په قصدي توګه د ملکي خلکو  وژل، خلک په لوږې محکمول، خلکو ته لوی دردونه او مصیبتونه رسول او د خلکو ټپي کول  دا ټول جرمي جرایم دی.

خان خبرداری ورکړ "که موږ په مساوي ډول د قانون پلي کولو لپاره خپله لیوالتیا ونه ښیې ، او دا کار  په انتخابي ډول پلي شي ، نو موږ به د قانون د سقوط لپاره شرایط رامینځته کړو."

همداشان هغه د حماس د ځینو مشرانو چې د نیولو غوښتنه يي کړې ده د بشریت پر ضد د جرایم، جنګي جرایمو، د خلکو د برمته کولو او شکنجه کولو تورونه پورې کړي دي.



اړوند خبرونه