اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.
2141242
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.
د اوکراین د دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ،
"د روسیې جټ الوتکو د ویشو لړۍ دوام لري. د اوکراین ځواکونو ۱۱۰ میخانیکي لوا یوه بله روسي Su-25 الوتکه د دونیتڅک په سیمه کې رانسکوره کړه. دا د می د میاشتې له پیل راهیسې څلورمه روسي جیټ الوتکه ده چې د ۱۱۰ میخانیکي لوا لخوا ویشتل کیږي.
اوکراین پداسې حال کې د روسيې د یوې جنګي الوتکو د ویشتو نه خبر ورکوي چې روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې د بعضو سیمو د نیولو ادعا کوي.