د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په لویديځ نیوکه وکړه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د فرانسې AFP اژانس سره په مرکه کې د لویدیځ پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل، لویدیځ  له یوې خوا نه غواړي چې روسیه ده جګړه وګټي خو  له بلې خوا، نه غواړي چې روسیه ماته وخوري. دا یو ډیر عجیب حالت دی.

2141261

مونږ د لویدیځ چې نور پر روسیې چې د توغندیو او بمونو سره زمونږ هیوادوال په قتل رسوي په خپله خاوره کې د برید کولو اجازه غواړو.  "موږ غواړو چې پر روسیې د  لوېديځ له خوا مونږ ته د راکړل شوو اوږد واټنه توغندیو او وسلو سره بریدونه وکړو. هغوې په خپله خاوره کې په نښه کړو."

هغه وویل چې په اوکراین کې د سفربرۍ نوی قانون له پرون راهیسې نافذ شو. ددې قانون له مخې چې د مې په ۱۸ مه نافذ شو په اوکراین کې د ۲۵ او ۶۰ کلونو عمر ترمنځ ټول نارینه به عسکرۍ لپاره استخدام شي. پر دې سربیره به په زندانونو کې هغه بندیان چې جدي جرمونه نه لري د اوکراین له پوځ سره یوځای شي. د کیف اداره په پام کې لري چې پوځ ته ۵۰۰ زره تنه نوي پوځیان استخدام کړي.

د بله پلوه د نامعلومو ډرون الوتکو لخوا په روسیه کې د تیلو د انتقال په یوې نللیکې برید شوی دی. ویل کیږي دا برید د سهار د ۵ بجو په شاوخوا کې شوی دی. ویل کیږي پدې برید کې نللیکې زیان لیدلی دی.

اړوند خبرونه