روسیې اعلان وکړ چې په مسکو کې د انګلستان د سفارت پوځي اتشه به وشړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په مسکو کې د بریتانیا د سفارت استازی دغه وزارت ته احضار شوی دی.
روسیې اعلان وکړ چې په مسکو کې د انګلستان د سفارت پوځي اتشه به وشړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په مسکو کې د بریتانیا د سفارت استازی دغه وزارت ته احضار شوی دی.
په اعلامیه کې د می په اتمه د روسیې پر ضد د انګلیس چارواکو د پرېکړې په غبرګون کې راغلي دي: «په لندن کې د روسیې د سفارت د پوځي اتشې پر ضد د دښمنانه او بې بنسټه پرېکړې له امله، استازي ته د سخت اعتراض یادونه شوې ده.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دغه اقدامات د دواړو هیوادونو اړیکو ته د نه جبرانیدونکي زیان لامل شوی او ویلي یې دي، موږ استازي ته ټینګار وکړ چې دغه ګام د روسیې پر وړاندې ښکاره دښمني ده او مونږ دا د سیاسي انګیزې په توګه وینو. د می په اتمه د برتانیې لخوا اعلان شوي د روس ضد دښمنانه اقداماتو په وړاندې زموږ غبرګون به په دې ګام سره پای ته ونه رسیږي. "هغه کسان چې تاوتریخوالی يي پيل کړی وي د نورو غچ اخیستونکو ګامونو په اړه به خبر شي."
د می په اتمه د برتانیې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په هیواد کې به د روسیې د استخباراتي فعالیتونو د مخنیوي په خاطر په لندن کې د روسیې پوځي اتشه له هیواده وشړي . د روسیې اړوند د ځینو ملکیتونو ډیپلوماتیک حیثیت به لغوه کړي او د روسیې د ډیپلوماتیکو ویزو موده به محدود کړي. "