اوکراین د هیواد په ختیځ کې د خارکیف سیمې څخه د خپلو ځواکونو د په شا کولو پریکړه وکړه.
په خارکیف کې د روسیې د پرله پسې بریدونو له امله اوکراین اړ شو چې له سیمې خپل ډېر ځواکونه وباسي. د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د روان وضعیت نه د یو ډیر "مشکل" وضعیت په توګه توګه یادونه وکړه او خپل ټول بهرني سفرونه لغوه کړل.

په خارکیف کې د روسیې بریدونه دوام لري. ډېر کلي او ښارګوټي تر سختو بریدونو لاندې قرار لري. سرتیري د برید په کنټرول کې له ستونزو سره مخ دي.
اوکراین اړ شو چې د سرحدي سیمو له ګڼو کلیو څخه خپل ځواکونه وباسي.
زیلینسکي په سیمه کې وضعیت "سخت" وباله. هغه وویل چې " دا به وخته وي چې مونږ کومې پایلې ته ورسیږو، مګر وضعیت تر کنټرول لاندې دی. زموږ جنګیالي د یرغلګرو د په شا تنبولو ، له مینځه وړلو او د پرمختګ هڅه کوي. هرڅه خورا سخت دي. عسکر او سیمې اوسیدونکي د خارکیف د دفاع لپاره راټول شوي دي.»
کیف د جمعې د ورځې له برید وروسته د خارکیف سیمې ته لوی شمیر ځواکونه واستول، چې تر دې دمه یو له مهمو ځمکنیو بریدونو څخه ګڼل کیږي.
دا پریکړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د کیف د سفر په ترڅ کې وشو. د امریکا کانګرس تیره میاشت اوکراین سره د ۶۱ میلیارد ډالرو د مرستې بسته تصویب کړه . همداشان ددې مرستې د تصویب نه وروسته بلینکن لومړی لوړپوړی امریکایي چارواکی وو چې اوکراین ته سفر وکړ.
زیلینسکي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره د خپلې په اړه وویل چې ، "موږ د دفاعي مرستې په اړه خبرې وکړې. موږ د تدارکاتو د پروسې د ګړندي کولو په اړه خبرې وکړې . " د پریکړو پلي کول او لوژستیک شونتیا ډیره مهمه ده . موږ د هوايي دفاعي سیستم په اړه هم خبرې وکړې. په ځانګړې توګه د خارکیف سیمې لپاره. که موږ پخوا د دې سیمې لپاره دوه پاتریوت دفاعي سیستمونه ترلاسه کړي وای، کیدای شو چې د جګړې په ټولیز وضعیت کې بدلون راغلی وی "