د امریکا متحده ایالتونو د کانګرس په ودانۍ کې د کوکاین یوه کڅوړه وموندل شوه.
د کانګرس پولیسو لخوا په یوه بیان کې ویل شوي چې د کیپیټل هیل ودانۍ په دهلیز کې یوه کڅوړه وموندله چې سپین موادو پکې شتون درلود. د معاینې نه وروسته معلوم شول چې دا سپین مواد کوکاین دي.
2140562

په بیان کې ویل شوي چې د نوموړې د کوکاینو بسته د دویم پوړ په دهلیز کې موندل شوې ده.
بیان کې ویل شوي چې د پیښې په اړه پلټنې روانې دي او په دې لړ کې به د ډي این اې ټیسټ وشي چې معلومه شي دا کڅوړه د چا پورې اړوند ده.
د تیر کال د جولای په دوهمه په سپینه ماڼۍ کې موندل شوی مشکوک ماده د ازموینو په پایله کې څرګنده شوه چې کوکاین دی.
د امریکا استخباراتو په ۲۰۲۲ کال کې په سپینه ماڼۍ کې دوه ځله د مخدره توکو د موندولو نه خبر ورکړی وو .