اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.
د پرتګال د ولسمشرۍ ویاند دې هیواد ته د اوکراین د ولسمشر د پلان کړي سفر د لغوه کولو پخلی وکړ.
د اسپانیا حکومت بیا ویلي دي چې د امنیتي دلایلو له امله د مسئلې په اړه څه ویلی نشي.
د بله پلوه د سي ان ان په ګډون ځینیو رسنیو ددې سفرونو د لغوه کولو اصلي لامل د اوکراین او روسیې ترمنځه د جګړې په جبهو کې د روسي ځواکونو پر مختګ په ګوته کړی دی.
د ویلو ده چې روسي ځواکونو پدې وروستیو کې د اوکراین په ختیځ کې د بعضو سیمو د نیولو نه خبر ورکړی دی. اوکراین بیا لویديځ ته خبرداری ورکړی که چیرې هر څه ژر دوې ته کافي وسلې او مهمات ونه رسیږي روسیه به پرمختګ ته دوام ورکړي.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، اوکراین ته د لوېدیځو پوځیانو لیږل به ښه پرېکړه نه وي.
د روسیې ولسمشر هغه اروپايي هیوادونو ته چې غواړي اوکراین ته پوځیان ولیږي خبرداری ورکړ