له کلونو بحثونو وروسته، اروپايي ټولنې د کډوالۍ او پناه غوښتنې نوي قوانین تصویب کړل.

د اروپايي ټولنې د شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې شورا د کډوالۍ او پناه غوښتنې نوی تړون تصویب کړ.

2139732

د اروپايي ټولنې د دورې مشر هیواد د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیر، نیکول دي مور  وویل "دا نوي مقررات به د اروپا د پناه غوښتنې سیسټم ډیر اغیزمن کړي او د غړو هیوادونو ترمنځ پیوستون به زیات کړي. د غیر منظم مهاجرت اصلي لاملونو سره د مبارزې لپاره د دریمو هیوادونو سره همکاري ډیر اړینه ده. د دریمو هیوادونو سره به نږدې همکاري دوام وکړي.

د یادولو وړ ده چې د کډوالۍ او پناه غوښتنې د مدیریت په اړه دا ډول پریکړه چې د ټاکنیزو کمپاینونو یو له مهمو عناصرو څخه دی، د اروپا د پارلمان  ټاکنو څخه درې اونۍ مخکې کول جلب توجه کړې ده .

دا تړون چې د اپریل په ۱۰ د اروپا د پارلمان  لخوا تصویب شوی، د اروپايي ټولنې په رسمي جریده کې د خپریدو وروسته به پلي شي.  د دې قانون تطبیق به په ۲۰۲۶  کال کې پیل شي. غړي هیوادونه باید دا تړون په خپلو ملي قوانینو کې په دوه کلونو کې ومني.

اړوند خبرونه