د اروپايي ټولنې لوړپوړي چارواکي د غزې په مسئله کې پر اروپايي ټولنې او امریکا سختې نیوکې وکړې

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې لوړپوړي استازي جوزپ بوریل ویلي، ټولنې غړي هیوادونه چې د اوکراین او روسیې د جګړې په اړه په ګډه حرکت کوي او همفکره دي، د فلسطین په مسله کې بیا "ډیر ویشل شوي" دي.

2139777

جوزپ بوریل د امریکا د سټنفورډ پوهنتون د هوور په انستیتوت کې په خپله وینا کې د غزې تړانګې د وضعیت په اړه ارزونې وکړې.

بوریل دې ته په اشارې سره چې د فلسطین د ادارې د پیاوړتیا لپاره باید سیاسي بهیر پیل شي، وویل" موږ باید په لوړ او روښانه توګه ووایو چې له دې غمیزې څخه د خلاصون یوازینۍ لار د دوو دولتونو حل ته رسیدل دي، که څه هم دا څومره ستونزمنه نه ده. دا تراژیدي (سیمې ته د اسرائیلو ننوتل) به د بشریت په ټنډه د تور داغ په توګه پاتې شي."

بوریل د دې خبرې په څرګندولو سره چې اروپا د فلسطین په مسله کې ویشل شوې ده، وویل « له ځینو استثناوو نه پرته د اروپايي اتحادیې هیوادونه د روسیې په وړاندې خورا متحد دي، دوی د اوکراین سره  په سیاسي، اقتصادي او هره برخه کې د ملاتړ په په اړه ډیر زیات متحد  دي ، خو له بده مرغه چې د غزې په مسئله کې سره متحد ندي او همنظره ندي. د غزې په مسئله کې سره ډیر ویشل شوي دي.

بوریل وویل چې اروپايي ټولنې د دوه دولتونو حل ممکنه کولو مسؤلیت په غاړه اخیستی او د عربي شریکانو سره تماسونه دوام لري . هغه د اسرائیلو او فلسطین د ستونزې د حل په برخه کې پر امریکا د نیوکې سره وویل چې  "زه د حل په لټه کې د امریکا لخوا یو څه ستړیا وینم. داسې ښکاري چې امریکا ستړې شوې ده ."

د اکتوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۳۵ زرو ډېر فلسطینیان چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي، وژل شوي دي.

اړوند خبرونه