د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به چین ته رسمي سفر وکړي.

د روسيې ولسمشر به د مې په ۱۶مه نیټه د یو دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې  د خپل چينايي سيال شي جين پينګ په بلنه دغه هیواد ته سفر وکړي.

2139428
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به چین ته رسمي سفر وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به چین ته رسمي سفر وکړي.

د روسيې ولسمشر به د مې په ۱۶مه نیټه د یو دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې  د خپل چينايي سيال شي جين پينګ په بلنه دغه هیواد ته سفر وکړي.

د کرملین د معلوماتو له مخې پوتین به ددې سفر په ترڅ کې د چینايي مقاماتو سره  د هر اړخیزو همکاریو او ستراتیژیک تعامل په اړه په ټولو مسایلو په تفصیل سره خبرې وکړي. په دې لیدونو  کې به د روسيې او چين د عملي همکارۍ د لا پرمختګ لپاره اساسي لارښوونې وشي، د اوسنيو نړيوالو او سيمه ييزو مسايلو په اړه به د نظريو تبادله وشي.

په پام کې ده چې د خبرو اترو په پایله کې د دواړو هیوادونو مشران یوه ګډه اعلامیه خپره کړي  او ځینې دوه اړخیز سندونه به  هم لاسلیک شي.

پوتين او شي جين پينګ به د دواړو هیوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګیدو او د روسيې او چين د کلتوري کال د پرانيستلو د ۷۵مې کليزې په مناسبت په ځانګړو مراسمو کې  ګډون وکړي.

تمه کیږي چې د روسيې ولسمشر پوتين به د چين له صدراعظم لي جيانګ سره  هم وګوري او په سوداګريزو، اقتصادي او بشري برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو په اړه خبرې وکړي.

پوتين به د هيلونګ چيانګ ولايت له اداري مرکز هاربين ښار څخه هم ليدنه وکړي او هلته به د روسيې او چين د اتم نندارتون او د روسيې او چين د نړيوالو همکاريو د څلورم فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

پر دې سربیره به پوتین د هاربین پولی تخنیک پوهنتون له محصلینو او استادانو سره هم وویني.

په داسې حال کې چې له امريکا سره جيو پوليټيکي سيالي او په اسيا ارام سمندر کې کړکیچونه او جنجالونه مخ په زياتیدو دي، چين له روسيې سره د متوازنو اړيکو پاليسۍ پرمخ وړي، چې له اوکراين سره د جګړې له امله له ورته ننګونو سره مخ دی.



اړوند خبرونه