انتوني بلینکن : امریکا د اسرائیلو په اړه کومه سره کرښه نلري.

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې دوی نه غواړي چې اسرائیل په رفح پراخ برید وکړي، خو  دوی د اسرائیلو په اړه هیڅ "سرې کرښې" نه لري.

2138748
انتوني بلینکن : امریکا د اسرائیلو په اړه کومه سره کرښه نلري.

د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې دوی نه غواړي چې اسرائیل په رفح پراخ برید وکړي، خو  دوی د اسرائیلو په اړه هیڅ "سرې کرښې" نه لري.

انتوني بلینکن د NBC چینل سره په مرکه  کې ویلي چې د امریکا حکومت پر رفح باندې د اسرائیلو د پراخ برید مخالف دی او په دې اړه یې د ولسمشر جو بایډن د څرګند دریځ یادونه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې اسرائیل تر اوسه دوی ته د باور وړ پلان نه دی وړاندې کړی او هغه دا چې پر رفح برید چې یو نیم میلیون فلسطینیانو پکې پناه اخیستې، له دغه ډول پلان پرته به ناوړه پایلې ولری.

بلینکن دې ته په پام سره چې د بایډن ادارې د اکتوبر له ۷ راهیسې پر غزې بریدونه پیل راهیسې له اسرائیلو سره په هره معنی خورا جدي ملاتړ چمتو کړی ، دې ملاتړ ته به دوام ورکړي .بلینکن د اسرائیلو لخوا پر  رفح  ښار د پراخه برید په صورت کې د وسلو مرستې ځنډولو په اړه د امریکا د چلند په اړه ارزونې وکړې .

بلینکن وویل چې دوی دلته سیاسي لید لري، مګر دا  کومه  سره  کرښه نه ده. بلینکن د دې پوښتنې په ځواب کې چې  ایا د ولسمشر د وسلو د لیږد د درولو په اړه د ولسمشر بایدن ګواښ څه معنا لري او بل دا چې د بایډن سره  کرښه څه ده؟ وویل "وګورئ، کله چې د بحث وړ خبره اسرائیل وي، موږ دلته کومه سره کرښه نلرو."

بلینکن د پوښتنې په ځواب کې چې اسرائیلو په غزې د بریدونو سره ښځې، ماشومان او بې ګناه انسانان وژلي دي، ستاسې نظر پدې اړه څه دی؟ وویل، زما په اند اسرائیلو په بعضو حالاتو کې د نړۍوالو بشري حقونو سره سم چلند ندی کړی . دا به درست او معقول ځواب وي".

له بلې خوا، انتوني بلینکن د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالنټ سره تلیفوني خبرې وکړې او دا پیغام یې تکرار کړ چې دوی په رفح باندې د لوی برید مخالف دي او د اسرائیلو له وزیر څخه یې وغوښتل چې غزې ته د مرستو د ننوتلو اسانتیاوې برابرې کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ وویل چې که په رفح باندې لوی برید وشي نو له اسرائیلو سره به د وسلو مرسته وځنډوي چې د بایدن ددې څرګندونو په اړه د جمهوري غوښتونکو ګوند او اسرائیلو دواړو لخوا سخت غبرګون وښودل شو.


پيوندونه: #اسرائیل , #امریکا

اړوند خبرونه