له جرمني او فرانسې وروسته هالنډي هم د فلسطیني ډاکټر غسان ابو سته  هیواد ته په ننوتو بندیز ولګاوه.

له جرمني او فرانسې وروسته هالنډي چارواکو هم د فلسطیني جراح ډاکټر غسان ابو سته  هیواد ته په ننوتو بندیز ولګاوه.

2137809
له جرمني او فرانسې وروسته هالنډي هم د فلسطیني ډاکټر غسان ابو سته  هیواد ته په ننوتو بندیز ولګاوه.

 له جرمني او فرانسې وروسته هالنډي چارواکو هم د فلسطیني جراح ډاکټر غسان ابو سته  هیواد ته په ننوتو بندیز ولګاوه.

د بشري حقونو د سازمان ( رایټس فورم ) لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د ګلاسکو پوهنتون د فلسطیني الاصله رئیس جراح ډاکټر غسان ابو سته  ته راتلونکې اونۍ د امستردام په پوهنتون کې د وینا لپاره د پوهنتون د ادارې لخوا بلنه ورکړل شوې وه چې له بده مرغه د هالنډي مقاماتو لخوا هالنډ ته د هغه په ننوتو بندیز ولګول شو.

په بیان کې ویل شوي چې د جرمني او فرانسې نه وروسته هالنډ ته د جرمني لخوا د شینګین سیمې ته د ابو سیټي د ننوتلو د یو کلن بندیز له امله پر سرجن باندې د ننوتلو بندیز لګول شوی دی.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د جرمني لخوا په ابو سته باندې د شینګن سیمې ته د یو کلن بندیز لګولو د پریکړې له امله د فرانسې نه وروسته هالنډ هم خپل هیواد ته د هغه په ننوتو بندیز ولګو . غسان اوبو سته په پام لرله چې د هالنډ د پارلمان د ځينو وکیلانو سره لیدنې وکړي. هالنډ هم  د جرمني او فرانسې لاره تعقيبوي.

په بیان کې، د حقونو د فورم رئیس جیرارډ جانکمن د هالنډ ددې پریکړې په اړه په خپل غبرګون کې ویلي دي "دا حقیقت چې ابو سته  هم هالنډ ته له ننوتلو منع شوی دی، ټکان ورکوونکی دی او زموږ له نظره په بشپړه توګه د منلو وړ نه دی. زموږ حکومت ظاهراً د ابو سته  وینا له اسرائیلو سره د هالنډ نږدې اړیکو او په غزه کې په ډله ییزه وژنه کې د هغې د ښکیلتیا لپاره د ګواښ په توګه ګوري. "دا پریکړه په بشپړه توګه د بنسټیزو آزادیو لکه د بیان ازادۍ سره په ټکر کې ده."

د ګلاسکو د پوهنتون رئیس ابو سته  چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په نهمه دې غزې ته تللی و او پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له پیلیدو وروسته یې ۴۰ ورځې خدمت کړی و، د اپریل په میاشت جرمني په پلازمینه برلین کې کنفرانس ته بلل شوی و چې په غزه کې د خپلو تجربو او سترګو لیدلي حال په اړه خبرې وکړي مګر د جرمني مقاماتو هیواد ته د هغه په ننوتو بندیز ولګول.

همداشان ابو سته د فرانسې د پارلمان په مشرانو جرګه کې د وینا لپاره هم فرانسې ته بلل شوی وو چې د مې په څلورمه نيټه د پاریس په هوايي ډګر کې هغه فرانسې ته ننوتو ته اجازه ونکړل شوه .



اړوند خبرونه