د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، په ختیځه جبهه کې د روسیې پوځ برلاسه دی.
د اوکراین د ولسمشر د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، زیلینسکي د اروپا د پارلمان له مشرې روبرتا میتسولا سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې پلازمینې کیف ته راغلې وه لیدنه وکړه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، په ختیځه جبهه کې د روسیې پوځ برلاسه دی.
د اوکراین د ولسمشر د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، زیلینسکي د اروپا د پارلمان له مشرې روبرتا میتسولا سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې پلازمینې کیف ته راغلې وه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د لومړۍ کرښې پر وضعیت، دفاعي ملاتړ، د روسیې د جګړې پر پلان، په اروپا کې د اوکراین د ادغام او د سولې د نړیوالې غونډې په اړه خبرې وشوې.
له غونډې وروسته په ګډ خبري کنفرانس کې ولادیمیر زیلینسکي له میتسولا څخه له اوکراین سره د هغه د ملاتړ له امله مننه وکړه او هغه ته یې د لیاقت د لومړۍ درجې نښان ورکړ.
زیلینسکي پدې خبري غونډه کې روسیه د جون په میاشت کې په سویس کې جوړیدونکي د سولې د کنفرانس پر وړاندې د خنډونو په جوړولو تورنه کړه.
"له همدې امله، موږ هر دولت، هر مشر، هر نړیوال سازمان ته اړتیا لرو چې د سولې په نړیواله غونډه کې د ګډون او د سولې د ګډو هڅو د ملاتړ په اړه په بشپړ ډول روښانه دریځ غوره کړي."
زیلینسکي د دې په بیانولو سره چې دوی د خبرو اترو د چوکاټ د تصویب او په جون کې په اروپایی اتحادیه کې د اوکراین د الحاق لپاره د خبرو اترو د پیل لپاره ټول اړین شرایط پوره کړي دي، زیلینسکي وویل چې وضعیت په ختیځ کې ستونزمن دی.
د اوکرایین مشر وویل "د وسلو د اکمالاتو په زیاتولو سره به موږ وکولای شو چې په ختیځ کې د روسیې مخه ونیسو. دوی اوس هلته برلاسه دي. دا پټه خبره نه ده. موږ باید د هغوی مخه ونیسو، او برلاسي خپله کړو. دا کار په هغه صورت کې ممکن دی چې موږ قوي وسلې او مهمات ولرو. "
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.