د روسیې نه وروسته بیلاروس هم د اټومي وسلو ګواښ وکړ

د روسیې لخوا په راتلونکو ورځو کې به  "موږ اټومي تطبیقات ترسره کړو" د څرګندونو نه وروسته دا ځل د روسیې نږدې متحد بیلاروس اټومي وسلو ګواښ وکړ.

2137907
د روسیې نه وروسته بیلاروس هم د اټومي وسلو ګواښ وکړ

د روسیې لخوا په راتلونکو ورځو کې به  "موږ اټومي تطبیقات ترسره کړو" د څرګندونو نه وروسته دا ځل د روسیې نږدې متحد بیلاروس اټومي وسلو ګواښ وکړ. د بیلاروس ولسمشرالکساندر  لوکاشینکو وویل "موږ هیڅکله اټومي جګړې ته دومره نږدې شوي نه وو ، لکه پدې وروستیو کې . که څوک زموږ پر ضد وسلې وکاروي، موږ به سمدستي ځواب ورکړو."

لوکاشینکو وویل "زموږ په ژوند کې هیڅکله موږ اټومي جګړې دومره نږدې شوي نه وو لکه پدې وروستیو کې. لویدیځ هیوادونه چې  د اروپا رهبري کوي په دې لاره روان دي. هغه وویل "په حقیقت کې، تاسو هره ورځ په رسنیو کې د فرانسې په اړه اورئ او د دوی دا ډول څرګندونې د تاو تریخوالي د زیاتوالي لامل کیږي."

بیلاروس اعلان وکړ چې د ولسمشر الکساندر لوکوشینکو په امر یې د غیر ستراتیژیکو اټومي وسلو لیږدونکو پروړاندې ناڅاپي  تطبیقات پیل کړي. دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په روسیه کې د اټمي تمرینونو امر وکړ او وېره یې را پیدا کړه چې کیدای شي دا وسلې په اوکراین کې وکارول شي.

لوکاشینکو وویل، که څوک زموږ پر ضد وسلې وکاروي، موږ به سمدستي ځواب ورکړو. موږ به هیڅ کرښه رسم نه کړو. موږ د روسیې په څیر زرګونه کیلومتره نه یو. تاسو کیدای شي چې د روسیې په اړه ځیني کرښې رسم کړۍ ځکه چې روسیه په یو ځل نیولی نشۍ. لکه څنګه چې وروستۍ جګړې ښودلې بیلاروس د یوې میاشتې په اوږدو کې خپل شتون پای ته ورساوه. دا ځل به نور هم چټک وي. "نو هیڅ کرښه نشته،"

د بیلاروس د دفاع وزارت وویل "د بیلاروس د ولسمشر د حکم سره سم، د غیر ستراتیژیکو اټومي وسلو د لیږدونکو بیړیو ناڅاپي تفتیش ترسره کیږي."

لوکاشینکو وویل، د هر ډول تیري په وړاندې غبرګون به سمدستي وي. نن ورځ ډیری خلک د اټومي وسلو او نورو شیانو په اړه خبرې کوي. دوې وايي چې ایا لوکاشینکو به دا اټومي وسلې وکاروي او که نه؟ وګورۍ، دا د مخنیوي وسله ده، دا د دفاع وسله ده. هغه "هیڅوک ددې وسلې سره برید نه کوي."

لوکاشینکو وویل چې دا تمرین "په بشپړ ډول دفاعي" دی . بل دا چې ددې تطبیقاتو نه موخه په بیلاروس د احتمالي برید د مخنیوي په خاطر څه ډول کولی شو چې مونږ متقابل  د توغندیز بریدونه پيل کړو په اړه تمرینات دي.



اړوند خبرونه