د جرمني حکومت اسرائیلو ته د وسلو د لیږد د بندولو په اړه سلا مشورې کوي.
د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس، چې امریکا ته سفر کړی دی، دا څرګندونې د المان د دولتي خبري ارګان ZDF سره په مرکه کې وکړې.
د جرمني حکومت اسرائیلو ته د وسلو د لیږد د بندولو په اړه سلا مشورې کوي.
د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس، چې امریکا ته سفر کړی دی، دا څرګندونې د المان د دولتي خبري ارګان ZDF سره په مرکه کې وکړې.
پیستوریوس ددې پوښتنې په ځواب کې چې "د امریکا ولسمشر جوبایډن نه غواړي چې اسرائیلو ته مهمات ورکړي ځکه چې هغه د رفح اشغال غلط ګڼي، ایا آلمان به هم ورته کوم اقدام وکړي ؟ وویل "دا مهال په دې اړه سلا مشورې روانې دي. زه تر اوسه ځواب نه شم ورکولی." هغه زیاته کړه چې د دې مسلې مسؤلیت په اصل کې د آلمان د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزارت دی.
پیسټوریس وویل، "البته، موږ د تړلو دروازو ترشا نظرونه تبادله کړي. خو دا زما دنده نه ده چې د پریکړو اعلان وکړم."
"ایا تاسو د امریکایانو په ګام پوهیږئ؟" د پوښتنې په ځواب کې، پیسټوریس وویل، "هو، زه پوهیږم."
د امریکا ولسمشر بایډن له CNN خبري رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، که اسرائیل پر رفح ستر او په پراخه کچه برید وکړي، نو دی به ورته د وسلو استول بند کړي.