بوریل : د اسرائیلو د بمباریو د مخنیوي تر ټولو ښه لاره دی هیواد ته د بمونو نه ورکول دي.

د اروپايي اتحادیې  د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسیو عالي استازي جوزپ بوریل وویل چې "د اسرائیل لخوا بمباري مخه به هغه وخت ونیول شي چې د دوې په لاس کې  بمونه ونلري".

2137829
بوریل : د اسرائیلو د بمباریو د مخنیوي تر ټولو ښه لاره دی هیواد ته د بمونو نه ورکول دي.

د اروپايي اتحادیې  د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسیو عالي استازي جوزپ بوریل وویل چې "د اسرائیل لخوا بمباري مخه به هغه وخت ونیول شي چې د دوې په لاس کې  بمونه ونلري".

جوزپ بوریل دغه څرګندونې د اسپانیا د بهرنیو چارو له وزیر جوز مانویل الباریس سره تر کتنې مخکې د دغه هیواد په پلازمینه مادرید کې خبریالانو ته وکړې.

بوریل اسرائیلو ته د وسلو د لیږد د بندولو په اړه د امریکا د پریکړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، " د اسرائیلو د بمبارۍ د مخنیوي یواځنۍ لار د بمونو نشتوالی دی."

بوریل د اروپايي اتحادیې مشرانو ته چې د غزې په اړه یې تر اوسه کوم جدي اقدام نه دی کړی وویل، "زموږ ځینو اروپایي همکارانو ویلي دي چې  په غزه کې ډیر زیات مرګونه دي. دا پخپله  د هغوې لپاره  د شرم ځای دی. دلته  پوښتنه دا ده چې ایا په غزه کې نور څومره انسانان خپل ژوند د لاسه ورکړي چې دا اروپايي مشران په حرکت راشي.  ایا موږ باید د ۵۰ زرو خلکو د مړینې انتظار وکړو ترڅو د نورو مخه ونیول شي. هغه ډیر سخت غبرګون وښود.  

بوریل د اروپايي اتحادیې د ځینو هیوادونو د دې احتمال په اړه چې د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني وویل: "که چیرې یو څو هیوادونه دا ګام پورته کړي، زه ډاډه یم چې نور به یې هم تعقیب کړي. دا ډیره ښه خبره ده چې هغه څوک چې په ریښتیا د دوه دولتونو په حل باندې باور لري. نن باندې پدې مسئله کې د خبرو نه لا زیات یو څه باید وشي چې هغه عمل دی.

د ویلو ده چې ایرلینډ، سلووینیا، مالتا او ناروې د فلسطین د دولت په رسمیت پیژندلو د هغه اقدام ملاتړ وکړ چې د اسپانیا لخوا پیل او تعقیبیږي.

د آیرلینډ رسنیو په راپورونو کې ادعا شوې وه چې اسپانیا او ایرلینډ به د می په ۲۱ نیټه فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني، په داسې حال کې چې سلوانیا اعلان کړی چې د جون تر ۱۳ پورې به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني.

د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۵ زره  ولسي وګړي چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي، وژل شوي دي.



اړوند خبرونه