اروپايي ټولنې د روسیې د مرکزي بانک پر کنګل شوو شتمنیو اوکراین ته د وسلو په اخیستو موفقه وکړه

اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو د روسیې د مرکزي بانک پر کنګل شوو شتمنیو اوکراین ته د وسلو په اخیستو تفاهم وکړ.

2137346
اروپايي ټولنې د روسیې د مرکزي بانک پر کنګل شوو شتمنیو اوکراین ته د وسلو په اخیستو موفقه وکړه

اروپايي ټولنې غړیو هیوادونو د روسیې د مرکزي بانک پر کنګل شوو شتمنیو اوکراین ته د وسلو په اخیستو تفاهم وکړ.

د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د روسیې د شتمنیو سره د اوکراین لپاره د  وسلو اخیستو په اړه سره موافقې ته ورسیدل

د روسیې د کنګل شوو شتمنیو په اړه  د اروپايي ټولنې  دې موافقې مسکو سخت غبرګون پارولی دی.

د فرانس پرس خبري اژانس راپور ورکړی، د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو "په اصولو کې" موافقه کړې چې د روسیې د مرکزي بانک کنګل شوي شتمنیو باندې  د اوکراین د تجهیز لپاره کار واخلي.

بلجیم چې د اروپايي ټولنې دوره یې مشري په غاړه لري، د اروپايي ټولنې د سفیرانو له غونډې وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي ، "دا پیسې به د روسیې د تیري په مقابل  کې د اوکراین د بیارغونې او نظامي دفاع  د ملاتړ په برخه کې په مصرف ورسیږي."

د اروپایی ټولنې د کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین زیاته کړه "د دې پیسو لپاره د اوکراین او ټوله اروپا د اوسیدو لپاره د خوندي ځای باندې د بدلو  په پرتله بل بله ښه لار نوه."

روسیې وار د مخه ګواښ کړی وو ، که چیرې د روسیې شتمني اوکراین ته ورکړ شي ، ډیر سخت ځواب به ورکړي.



اړوند خبرونه