روسیه : که فرانسه اوکراین ته سرتیري واستوي ، د روسیې لپاره به په هدف بدل شي

روسیې ویلي د فرانسې لخوا اوکراین ته د سرتیرو د استولو په صورت کې به دا هیواد د روسیې لپاره په هدف بدل شي.

2136997
روسیه : که فرانسه اوکراین ته سرتیري واستوي ، د روسیې لپاره به په هدف بدل شي

روسیې ویلي د فرانسې لخوا اوکراین ته د سرتیرو د استولو په صورت کې به دا هیواد د روسیې لپاره په هدف بدل شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د فبرورۍ په میاشت کې په خپل بیان کې ویلي وو  چې دوی اوکراین ته د فرانسوي سرتیرو لیږل له پامه نه غورځوي، کوم چې د روسیې په وړاندې جنګیږي.

د روسیې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې که مکرون اوکراین ته سرتیري واستوي، فرانسوي سرتیري به د روسیې د اردو لخوا "مشروع" هدفونه وګرځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په پلازمینه مسکو کې په یوه خبري کنفرانس کې د مکرون د څرګندونو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

زاخارووا وویل، "د مکرون دا خبرې د هغه هیله ده چې د روسیې لپاره یو ډول 'ستراتیژیک ناڅرګندتیا' رامنځته کړي."

د روسیې ویاند وویل: "موږ باید ایمانویل مکرون مایوسه کړو."

"که فرانسویان وغواړي د جګړې په سیمه کې راڅرګند شي، نو دوی به حتما د روسیې د اردو لپاره هدف وګرځي."


پيوندونه: #ګواښ , #فرانسه , #روسیه

اړوند خبرونه