روسیې تیره شپه د اوکراین په ۶ ښارونو د لسګونو تنوغندیو بریدونه کړي

روسیې تیره شپه د اوکراین  پر یوشمير ښارونو په تیره بیا د  پر پلازمینه کیف د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

2136800
روسیې تیره شپه  د اوکراین په ۶ ښارونو د لسګونو تنوغندیو بریدونه کړي

روسیې تیره شپه د اوکراین  پر یوشمير ښارونو په تیره بیا د  پر پلازمینه کیف د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل.

د اوکراین هوايي ځواک اعلان وکړ چې روسیې د ۵۵ توغندیو او ۲۱ بې پیلوټه الوتکو سره پر ۶ ښارونو او همداراز کیف باندې بریدونه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ۳۹ توغندي او ۲۰ بې پيلوټه الوتکې د اوکراین د مدافع  سیستم له خوا ویشتل شوي دي.

اوکراین اعلان وکړ چې پدې بریدونو کې د بریښنا درې فابریکې زیانمنې شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر خپل ټولنیزې رسنۍ پاڼۍ د برید په اړه څرګندونې کړې او دغه بریدونه یې غندلي دي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د یرغل امر وکړ، په دې توګه د روسیې او اوکراین جګړه پیل شوه.

پوتين ويلي دي چې پر اوکراین د عملیاتو موخه په ناټو سازمان کې ددې هیواد د غړیتوب او پر روسیې د فشارونو مخنیوی دی.



اړوند خبرونه