د جرمني د برلین ایالت د اقتصاد پر وزیرې فرانزیسکا ګیفي باندې د نامعلوم کس لخوا برید شوی دی.

د جرمني د برلین ایالت د اقتصاد پر وزیرې فرانزیسکا ګیفي باندې د نامعلوم کس لخوا برید شوی دی. په برید کې وزیره ټپۍ شوې ده خو روغتیايي حالت يي ښه دی.

2136991

د برلین د پولیسو د بیان له مخې، پرون یوه کس د سوسیال دیموکرات ګوند په مشرې او  د برلین ایالت د اقتصاد په  وزیرې ګیفې د نامعلوم کس لخوا برید شوی دی. ویل کیږي برید د رودو په سیمه کې په یو کتابتون کې شوی دی . برید کوونکي پر وزیرې د یو سخت جسم سره برید کړی دی .

ویل کیږي  برید کونکی د پیښې له ځایه په تیښته بریالی شوی دی. وزیرې  ګیفي  د سر او غاړې په ناحیه کې د ضربې اخیستو له امله روغتون ته انتقال شوې ده. په روغتون کې د مایعناتو نه وروسته خارج شوې ده .

د پیښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.

د برلین ایالت لومړي وزیر کای ویګنر ویلي چې پر ګیفي او نورو سیاستوالو بریدونه غندي او زیاته کړې ده «هر هغه څوک چې پر سیاستوالو برید کوي زموږ پر ډیموکراسۍ برید کوي.»

ویګنر په دې خبرې سره چې په ګیفي باندې برید د منلو وړ نه دی، وویل، "موږ به د هر ډول تاوتریخوالي، کرکې او پارونې مخالفت وکړو او د خپلې ډیموکراسۍ ساتنه به وکړو."

په آلمان کې، د می په دریمه نیټه، د سیکسوني ایالت په ډریسډن ښار کې، د اروپا د پارلمان په غړي  ماتیاس اکی د ښي اړخي افراطي لخوا برید شوی وو چې له امله يي سخت ټپي شوی وو.

اړوند خبرونه