په چین کې په یو روغتون د برید په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د چين په جنوب لويديځ د يون نان ایالت په يوه روغتون کې د چړې په بريد کې تر لسو زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

2136368
په چین کې په یو روغتون د برید په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د چين په جنوب لويديځ د يون نان ایالت په يوه روغتون کې د چړې په بريد کې تر لسو زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، دغه بريد د چين د يون نان ایالت د کاتونګ ولايت د سينګ سونګ ولسوالۍ په عامه  روغتون کې د  چړې پر مټ  برید شوی چې له امله يي تر لسو ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

سیمه ییزو چارواکو په دغه برید کې د ۱۰ تنو د وژل کیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې بریدګر نیول شوی او د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.

د ګویژو تلویزیون چې د يون نان ایالت  په ګويکو ولايت کې خپرونې کوي، په خپله ټولنيزه رسنۍ پاڼه  کې اعلان کړی  چې په بريد کې ٢٣ تنه ټپيان شوي  هم دي.


پيوندونه: #برید , #روغتون , #چین

اړوند خبرونه