د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د پنځم ځل لپاره د ولسمشر په توګه په رسمي توګه لوړه وکړه.

پوتین د پنځم لپاره د روسیې د ولسمشر په توګه خپل دنده په رسمي توګه پيل کړه

2136509
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د پنځم ځل لپاره د ولسمشر په توګه په رسمي توګه لوړه وکړه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  د پنځم ځل لپاره د ولسمشر په توګه په رسمي توګه لوړه وکړه.

د ویلو ده چې د ولسمشر پوتین د لوړې په مراسمو کې چې د کرملین په ماڼۍ کې جوړ شوي وو د روسیې فدراسیون د شورا غړیو، د پارلمان یا دوما  غړیو، د اساسي قانون د محکمې غړیو، د رسنیو منسوبینو او هیوادوالو په ګډون ۲۶۰۰ تنو میلمنو ګډون کړی وو.

په دې مراسمو کې چې د روسیې د تلویزیوني چینلونو لخوا په ژوندۍ بڼه خپریدل، پوتین د روسیې  اساسي قانون په کتاب د لاس په کیښودو سره لوړه وکړه.

په دغو مراسمو کې پوتین په خپله وینا کې له خلکو مننه وکړه چې دی یې بیا انتخاب کړ او ټینګار یې وکړ چې د روسیې د خلکو ګټې او امنیت ورته تر بل هر څه مهم دی.

پوتین په دې خبرې سره چې دوی غواړي له ډیرو هیوادونو سره ښې اړیکې ټینګې کړي، وویل  "موږ له ټولو هغو هیوادونو سره چې روسیه د یوه باوري او صادق ملګري په توګه ویني، د ښو اړیکو ټینګولو ته چمتو یو."

پوتین په دې خبرې سره چې دوی به د څو قطبي نړۍ نظم او د مساوي او نه ویشل کیدونکي امنیتي سیسټم د جوړولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، ټینګار وکړ چې د هغه هیواد ټولنیز او سیاسي سیسټم باید د هر ډول ستونزو او ګواښونو په وړاندې پیاوړی وي.

د ویلو ده چې د پوتین د لوړې په مراسمو کې د  تورکیې په استازیتوب په  مسکو کې د تورکیې  سفیر تانجو بلګیچ ګډون کړی وو.

پوتین چې د مارچ په میاشت کې د روسیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د  ۸۷.۲۸ سلنه رایې ترلاسه کړې وې، د ۶ نورو کلونو لپاره د روسیې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.


پيوندونه: #لوړه , #پوتین

اړوند خبرونه