د چین ولسمشر فرانسې ته په رسمي سفر تللی دی

د چین ولسمشر شي جین پینګ فرانسې  ته د خپل سفر په ترڅ کې  د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون او اروپايي ټولنې د کمیسیون د مشرې وان ډر لاین سره لیدنه وکړه.

2136345
د چین ولسمشر فرانسې ته په رسمي سفر تللی دی

د چین ولسمشر شي جین پینګ فرانسې  ته د خپل سفر په ترڅ کې  د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون او اروپايي ټولنې د کمیسیون د مشرې وان ډر لاین سره لیدنه وکړه.

پداسې حال کې چې د چین ولسمشر شي جین پینګ د اروپایی اتحادیې  مشرانو ته پیغام ورکړ چې هغه د نږدې همکارۍ غوښتونکي دی ، هغه په ​​صنعتي برخو  کې د  ظرفیت نه د زیاتو تولیداتو  تورونه رد کړل.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، شي جين پينګ فرانسې ته د خپل سفر په ترڅ کې په درې اړخيزه سرمشريزه کې له ولسمشر ايمانويل مکرون او د اروپايي ټولنې د کمیسيون له مشرې اورسولا وان در لاين سره لیدنه وکړه.

شي جين پينګ په دې کتنه کې وويل چې نړۍ د ګډوډیو او بدلون نوي پړاو ته داخله شوې او پر دې يې ټينګار وکړ چې چين او اروپا بايد د دوو سترو قدرتونو په توګه يو بل ته د شريک په توګه وګوري، ډيالوګ او همکارۍ ته غاړه کیږدي او د نړيوالې سولې په ټينګښت کې مرسته وکړي. دا کار  د متقابل باور او ستراتیژیک اجماع په جوړولو سره ممکن دی.

شي جين پينګ دې ته په اشارې سره چې چين له اروپايي ټولنې سره خپلې اړيکې له ستراتيژيک او اوږدمهاله نظره ارزوي، وويل چې هغه اروپايي ټولنې ته د چين د عصري کولو د مهم شريک په توګه ګوري او دغه اړيکې د چين د ستر هیواد د ډيپلوماسۍ د يو مهم اړخ په توګه ګڼي.

د چین مشر استدلال کوي چې د هغه هیواد د انرژۍ نوي صنعت د آزادې سیالۍ شرایطو چوکاټ کې د تولید پرمختللي ظرفیت رامینځته کړی چې د نړیوال عرض په زیاتوالي سره د انفلاسیون فشار توازن کړی ​​او د نړیوال اقلیم بدلون او زرغون بدلون سره مبارزه کې مرسته کوي.

"د چین د تش په نامه د  ظرفیت  څخه لوړ تولید ستونزه  شتون نلري. ځکه چې دا هم د مقایسوي ګټو او هم  د نړۍوال عرض له مخې ناممکن دی.

مکرون د دې غونډې په ترڅ کې وويل، نن ورځ نړۍ له ډېرو ستونزو سره مخ ده او نړيوال وضعيت په بحراني حالت کې قرار لري. فرانسه او اروپايي ټولنه بايد له چين سره خپلې اړيکې تر بل هر وخت زياتې ښې کړي ځکه چې د اروپا راتلونکې په همدې پورې تړلې ده. "

د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشرې  وان دیر لاین هم له درې اړخیزې غونډې وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

وان دیر لاین وویل چې د چین د بریښنایی موټرو او فولادو صنعتونو لپاره دولتي سبسایډي د اروپا صنعتونو ته جدي ګواښ  مخامخ کړی دی او کولی شي "په اروپا کې د د پرمختګ پر وړاندې د خنډ لامل شي"  او زیاته یې کړه ، "نړۍ نشي کولی د چین اضافي تولید جذب کړي."


پيوندونه: #فرانسه , #چین

اړوند خبرونه