د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا د لوړې په کولو سره خپله نوې دوره د ولسمشرۍ دنده رسمآ پيلوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا د لوړې په کولو سره خپله نوې دوره د ولسمشرۍ دنده رسمآ پیلوي.

2135937
د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا د لوړې په کولو سره خپله نوې دوره د ولسمشرۍ دنده رسمآ پيلوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا د لوړې په کولو سره خپله نوې دوره د ولسمشرۍ دنده رسمآ پیلوي.  

پوتین چې د مارچ په میاشت کې د هیواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ۸۷.۲۸ سلنه رایې ګټلې وې، د می په اوومه د کرملین په ماڼۍ کې په جوړیدونکو ځانګړو  مراسمو کې لوړه وکړي او ۶ د نورو  کلونو لپاره به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د پوتین لخوا د لوړې په کولو سره به د روسیې فدراسیون موجود حکومت استعفا وکړي او پوتین به نوی لومړی وزیر او کابینه د باور رای د ترلاسه کولو په خاطر پارلمان ته وړاندې کړي.

د ویلو ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د روسیې په اساسي قانون کې د راغلي تعدیل له مخې حکومت د باور د رای د ترلاسه کولو په موخه پارلمان ته وړاندې کیږي.

ولادیمیر پوتین به د لوړې له مراسمو وروسته د روسیې پارلمان دوما ته نوی لومړی وزیر او کابینه د تایید لپاره وړاندې کړي.



اړوند خبرونه