امریکا : موږ به هیڅکله د اټومي وسلو د کارولو په اړه پریکړه مصنوعي زیرکتیا ته پرینږدو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د وسلو د کنټرول، مخنیوي او ثبات د بیورو مرستیال سکرتر پاول ډین وویل: "موږ به هیڅکله د اټومي وسلو د کارولو په اړه پریکړه مصنوعي زیرکتیا ته پرینږدو."

2134876

پاول ډین په خپل آنلاین مطبوعاتي غونډه کې، ټینګار وکړ چې د امریکا  ادارې "ډیر روښانه او قوي ژمنه کړې" چې "د اټومي وسلو کارولو پریکړه به یوازې د انسان لخوا کیږي."

"موږ به هیڅکله مصنوعي زیرکتیا  ته د اټومي وسلو کارولو په اړه پریکړه پرینږدو." ډین وویل چې د هغه هیواد د دې بیان تر شا ولاړ دی او دوی  خپله دا پریکړه  د انګلستان او فرانسې سره یوځای خلکو ته اعلانوي.

ډین وویل "موږ به د چین او روسیې  لخوا د ورته بیان د خپرولو هر کلی وکړو." هغه وویل چې دا به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو ترمنځ د هماهنګۍ له پلوه هم ډیر مهم وي.

اړوند خبرونه