د اوکراین داستخباراتو مرستیال : د روسیې پوځ لخوا  د چاسوف یار ښار د غونډۍ نیول عامه خبره ده.

د اوکراین د استخباراتو د مرکزي ادارې مرستیال وادیم سکیبیتسکي ویلي، د روسیې پوځ لخوا  د چاسوف یار ښار د غونډۍ نیول عامه خبره ده.

2135009

سکیبیتسکي له اکانومیست ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې وویل چې په دغه ښار کې د غونډۍ موقعیت مهم دی ځکه چې که له لاسه ورکړل شي، د روسیې لپاره به د دونیتڅک سیمې وروستي لویو ښارونو ته به لاره پرانستل شي. سکیبټسکي زیاته کړه د ددې سیمې د لاسه ورکول یوه عامه خبره ده . هرڅه زموږ زیرمو پورې اړه لري."

سکیبیتسکي وویل چې روسیه پلان لري چې د دونیتڅک او لوګانسک سیمو ټول ختیځ ښارونه ونیسي او دا هدف د ۲۰۲۲ راهیسې بدل شوې نه دی. د ولسمشر مرستیال دا هم په ډاګه کړه چې د روسیې پوځونو ته امر شوی چې د می په نهمه، د بریا ورځې یا لږ تر لږه بیجینګ ته د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر (یوه اونۍ وروسته) بریالیتوب ترلاسه کړي.

سکیبیتسکي په اوکراین کې د وسلو د کمښت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې اپریل / می د هیواد لپاره تل ستونزمنې میاشتې وي.

د سکیبټسکي په وینا، د روسیې پوځ به د ۲۰۲۲ په پرتله ډیر منظم، پلان شوي او د یوې واحد قوماندې لاندې عمل کوي.

پيوندونه: #روسیه , #اوکراین

اړوند خبرونه