بایدن د خپلو دوو متحدینو چاپان او هند نه د بهرنیانو د دښمن په توګه یادونه وکړه

د امریکا ولسمشر جو بایډن جاپان او هند چې د امریکا دوه مهم متحدین دي د "زینوفوبیک" یا بهرنیانو دښمن هیوادونو په توګه اعلان کړل.

2134941
بایدن  د خپلو دوو متحدینو چاپان او هند نه د بهرنیانو د دښمن په توګه یادونه وکړه

د امریکا ولسمشر جو بایډن جاپان او هند چې د امریکا دوه مهم متحدین دي د "زینوفوبیک" یا بهرنیانو دښمن هیوادونو په توګه اعلان کړل.

بایدن وویل  چې دا هیوادونه د چین او روسیې په څیر "مهاجر نه خوښوي". د بایډن دا خبرې چې دوه اونۍ وړاندې یې په سپینه ماڼۍ کې د جاپان د لومړي وزیر کیشیدا فومیو کوربه توب کړی و، جنجالونه پيل کړي دي.

د امریکا  ولسمشر جو بایډن د خپل هیواد دوه مهم متحدین جاپان او هند په اړه څرګندونې وکړې. بایدن  دا څرګندونې د خپل ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې  د کمرو څه به بنده یوه برخه کې وکړې.

د سپینې ماڼۍ لخوا  نن د ولسمشر بایدن د تیرې ورځې د څرګندونو بشپړ متن خپور شو. نوموړی متن د امریکا په رسنیو کې د خپرو سره خبرونو سره ډیر زیات تناقض لري.

بایډن چې دوه اونۍ وړاندې یې په سپینه ماڼۍ کې د جاپان د لومړي وزیر کیشیدا فومیو کوربه و، پرون په خپله وینا کې وویل « زموږ د اقتصاد د ودې یو لامل تاسو او ستاسو په څیر خلک دي، ځکه چې موږ امریکا د مهاجرینو د هرکلي په اړه فکر کوو. ایا تاسې کله هم فکر کړی دی چې ولې د چین اقتصاد د ستونزو سره مخ دی، ولې د جاپان اقتصاد ستونزې لري؟ ولې روسیه د ستونزو سره مخ ده؟ ولې هندوستان د اقتصادي پلوه مشکلات لري؟ دا ځکه چې دوې بهرنیان او کډوال نه خوښوي. دوې د کډوالو او بهرنیانو سره دښمني کوي.

له بلې خوا د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر، چې په دې اړه د هغې نظر غوښتل شوی و، وویل چې د ولسمشر خبرې روښانه دي او د نورو څرګندونو اړتیا نشته.

ژان  پییر وویل"ولسمشر په دې اړه تبصره کوله چې موږ د یو ملت په توګه څوک یو، موږ د مهاجرینو ملت یو، دا زموږ په DNA کې پروت دی."


پيوندونه: #جاپان , #هند , #بایدن

اړوند خبرونه