ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې او د روغتیا نړیوال سازمان اسرائیلو  ته خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې او د روغتیا نړیوال سازمان اسرائیلو  رفح ښار باندې د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړ.

2134543
ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې او د روغتیا نړیوال سازمان اسرائیلو  ته خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې او د روغتیا نړیوال سازمان اسرائیلو  رفح ښار باندې د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش، د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ګیبریوس او د اروپايي کمیسیون مرستیال او د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسیو لپاره د اروپايي اتحادیې لوړپوړي استازي جوزف بوریل د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د هغه څرګندونو نه وروسته  " که موافقه وشي او که ونشي مونږ رفح ته ننوځو " وروسته  اسرائیلو ته پر رفح ښار د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړ .

چارواکو یو ځل بیا ټینګار کړی چې په غزه کې د رفح پر ضد احتمالي عملیات به د یو ستر بشري ناورین رامنځته کړي.

انتونیو ګوټیرش، د رفح په اړه په خپل بیان کې وویل "په رفح باندې پوځي برید به د نه زغملو وړ زیاتی  وي چې په زرګونو نور ملکي وګړي به  پکې ووژل شي او په سلګونو زره  به کډه کولو ته اړ شي. دا به په غزه کې پر فلسطینیانو او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او پراخه سیمه کې د سختو عواقبو له امله ویجاړونکې اغیزې ولري.

له بلې خوا ګیبریوس پر اسرائیلو د رفح پر لور د نه پرمختګ کولو غږ وکړ.

"په رفح ښار باندې په  لویه کچه برید به یو بشري ناورین رامنځته کړي."

جوزپ بوریل، بیا ویلي دي چې "د حماس له منځه وړل د زرګونو ملکي وګړو د وژلو په قیمت باید ترسره نشي. د یو میلیون څخه زیاتو زیانمنو شوو خلکو نور بې ځایه کیدل به یو جدي بحران رامنځته کړي. "موږ د اسرائیلو پر حکومت غږ کوو چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته پام کې ونیسي او د سیاسي سولې په پروسه کې رغنده ونډه واخلي."

د اسرائيلو لومړي وزير نتنياهو ويلي وو، که د فلسطين له مقاومتي غورځنګ حماس سره هوکړې ته ونه رسیږي، د رفح پر ضد به پوځي عمليات وکړي.

د  اسرائیلو پوځ چې د اکتوبر د اومې راهیسې د غزې په تړانګه کې بريدونو ته دوام ورکوي، د ځاني تلفاتو شمیر پکې ۳۴ زره ۵۹۶ تنو ته رسیدلی دی.



اړوند خبرونه