مارتین ګریفیتس : په رفح برید به د یوې لویې تراژیدۍ لامل شي چې په الفاظو يي بیان نه ممکن دی

د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغي کوونکي مارتین ګریفیتس وویل، "غزې ته لا زیاتو مرستو رسول  پر رفح باندې د بشپړ پوځي برید  ته د مشروعیت ورکولو په معنا ندي."

2134088
مارتین ګریفیتس : په رفح برید به  د یوې لویې تراژیدۍ لامل شي چې په الفاظو يي بیان نه ممکن دی

د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغي کوونکي مارتین ګریفیتس وویل،

"غزې ته لا زیاتو مرستو رسول  پر رفح باندې د بشپړ پوځي برید  ته د مشروعیت ورکولو په معنا ندي."

ګریفیتس په رفح باندې د اسرائیلو د احتمالي ځمکني برید په اړه بیان خپور کړ.

ګریفیتس د دې خبرداری په ورکولو سره چې په رفح باندې برید به د یوې لویې تراژیدۍ لامل شي چې په الفاظو يي بیان نه ممکن دی ، وویل چې ټولې نړۍ اسرائیلو ته خبرداری ورکړی و چې په رفح برید ونه کړي ، خو داسې بریښي چې برید ډیر ژر ترسره شي.

ګریفیتس ویلي دي چې په رفح باندې ځمکنی برید به  بشر دوستانه مرستندویه سازمانونو ته ستر ګوزار ورکړي.

"موږ د قحطۍ او مرګ د مخنیوي په سیالۍ کې یو. خو بایلونکي یو."

ګریفیتس یادونه وکړه چې دوی د اسرائیلو لخوا د نویو پولو د پرانیستلو هرکلی کوي او د ټولو مرستو ویش باید خوندي شي.

"غزې ته د لا زیاتو مرستو رسول په دې معنا نه دي چې پر رفح باندې بشپړ پوځي برید ته مشروعیت ورکړي."



اړوند خبرونه