د کولمبیا پوځ څخه په میلیونونو مرمۍ، په زرګونو لاسي بمونه او توغندي لا درکه شوي دي
د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیټرو ویلي چې د پوځي وسلو په زېرمه کې میلیونونه مرمۍ، زرګونه لاسي بمونه او ځینې توغندي لا درکه شوي دي. ددې خبرې اصلي لامل فساد دی.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیټرو ویلي چې د پوځي وسلو په زېرمه کې میلیونونه مرمۍ، زرګونه لاسي بمونه او ځینې توغندي لا درکه شوي دي. ددې خبرې اصلي لامل فساد دی.
پیټرو د دفاع وزیر او لوی درستیز سره په ګډه په څرګندونو کې وویل چې له یو میلیون څخه ډیر مرمۍ، زرګونه لاسي بمونه او د اردو اړوند ځینې توغندي لا درکه شوي دي. هغه وویل چې د وسلو او مهماتو په ډیپوګانو کې وروستیو شمیرونو دا لا درکه شوي مهمات په ډاګه کړل.
پیټرو وویل، له یو عشاریه ۳ میلیون څخه ډیر ۵ عشاریه ۵۶ ملي مترو مرمیو سربیره په زرګونه لاسي بمونه او ځیني توغندي لا درکه شوي دي. ، او همدارنګه د نورو کالیبرونو په سلهاو زره مرمۍ د مرکزي کولمبیا په تولیمیدا او لا ګوجیرا ولایتونو کې د دوو پوځي اډو له زیرمو څخه ورک دي.
د دې ترڅنګ په زرګونو لاسي بمونه او د هاوان مرمۍ او ۵۵۰ راکټ لانچرونه،
چې دوه سپیک ډوله توغندي، د اسرائیلو ساخت ټانک ضد وسلې او د نمرود ۳۷ توغندي چې په اسرائیلو کې تولید شوي لا درکه شوي دي.
هغه وویل چې قضايي ارګانونه د نوموړې مسئلې په اړه څیړنې کوي . د کولمبیا ولسمشر پیترو په ټولو امنیتي ارګانونو کې د هر ډول اداري فساد د په ډاګه کولو په خاطر د تحقیقاتو د پیلولو امر کړی دی.
ولسمشر وویل چې وسلې د کولمبیا وسله والو ډلو ته تللي او ممکن هایټي ته قاچاق شوي وي یا د وسلو په نړیوال تور بازار کې پلورل شوي وي.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.