د غزې په ملاتړ مظاهرې د امریکا نه وروسته د کاناډا پوهنتونونو ته هم وغځیدې

د امريکا يو له معتبرو پوهنتونونو څخه د کولمبيا په پوهنتون کې پيل شوې مظاهرې چې وروسته  ټولې امريکا پوهنتونونو وغځیدې، د امریکا  نه وروسته  کاناډا ته هم وغځیدې.

2134073
د غزې په ملاتړ مظاهرې د امریکا نه وروسته د کاناډا پوهنتونونو ته هم وغځیدې

د امريکا يو له معتبرو پوهنتونونو څخه د کولمبيا په پوهنتون کې پيل شوې مظاهرې چې وروسته  ټولې امريکا پوهنتونونو وغځیدې، د امریکا  نه وروسته  کاناډا ته هم وغځیدې. د کاناډا یو له مخکښو پوهنتونونو څخه د مک ګیل پوهنتون محصلینو د فلسطین په ملاتړ لاریونونه پیل کړل.

دغه لاريونونه چې د امريکا له مشهورو پوهنتونونو څخه د کولمبيا په پوهنتون کې پيل شوي او نږدې په ټوله امريکا کې دوام لري، ورځ تر بلې پراخيږي.

د کاناډا یو له مخکښو پوهنتونونو څخه د مک ګیل پوهنتون زده کونکو هم په لاریون کې برخه اخیستې ترڅو د غزې غږ اوچت کړي.

هغو محصلینو چې په امریکا کې یې د پوهنتونونو په انګړ کې د کمپ په وهلو سره خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي ویلي دي چې موږ نور غلي پاتې کیدلای نشو.

"د یوه زده کوونکي په توګه، دا زما لپاره مهم دی، په ځانګړې توګه د یو عادي کس په توګه چې هره ورځ څه ویني. زه فکر نه کوم چې دا عادي خبره ده او زه نشم کولی یوازې ودریږم او هیڅ کار ونه کړم."

محصلینو شعارونه ورکول او ټینګار یې کاوه چې پوهنتون دې د اسرائیلو تمویل بند کړي.

د پوهنتون استادانو چې د محصلینو ملاتړ یې کاوه ټینګار وکړ چې دوی د صهیونیزم پر وړاندې هیڅ زغم نلري او زیاته یې کړه: "موږ یهودي محصلین لرو چې دننه مظاهرې کوي، موږ یهودي پروفیسوران لرو چې  احتجاج کوي، نو له همدې امله د یهودیت ضد هر ډول بحث د اذهانو خرابول دي. مسئله بل لورې ته راکاږل دي.

زده کوونکي وايي، نورې لارې يې هم ازمایلي، خو غږ يې نه دی اورېدل شوی.



اړوند خبرونه