په لندن کې یو تن د تورې پر مټ پر خلکو او پولیسو برید کړی دی

د انګلستان په پلازمینه لندن کې یو کس د تورې پر مټ په یوه کور او شاوخوا خلکو باندې د برید له امله د دوو پولیسو په ګډون ۵ تنه ټپیان شوي دي.

2133859
په لندن کې یو تن د تورې پر مټ پر خلکو او پولیسو برید کړی دی

د انګلستان په پلازمینه لندن کې یو کس د تورې پر مټ په یوه کور او شاوخوا خلکو باندې د برید له امله د دوو پولیسو په ګډون ۵ تنه ټپیان شوي دي.

د لندن د میټروپولیټین پولیسو د څانګې لخوا د  خپور شوي بیان له مخې ، په ځایی وخت د سهار په ۶ بجو او ۵۴ دقیقو  ، یو سړی چې توره یې په لاس کې وه د ښار په شمال ختیځ کې د هیناولټ په  سیمه کې  په یو کور برید وکړ.

دغه کس په کور او شاوخوا خلکو  برید وکړ او د خپلې تورې په وسیله یې د دوو پولیسو په ګډون ۵ تنه ټپیان کړل.

بریدګر د پولیسو لخوا نیول شوی دی. ویل کیږي بریدګر ۳۶ کاله عمر لري.

د لندن د پولیسو د څانګې مرستیالې ادې اډیلیکان اعلان وکړ چې د سیمې خلکو ته ګواښ ختم شوی دی.

اډیلیکان وویل چې نور شکمن کسان شتون نلري او دوی دا پیښه د یو ترهګریز برید په توګه ارزوي.

بل خوا د کورنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي په خپل بیان کې پر خلکو غږ کړی چې د پیښې انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې شریک نه کړي.

د لندن ښاروال صادق خان اعلان وکړ چې په سیمه کې به د ګزمو شمیر زیات کړي.


پيوندونه: #برید , #لندن

اړوند خبرونه