په المان کې یوه شبکه چې د پیسو په بدل کې به يي کډوالو ته اسناد برابرول ونیول شوه
د آلمان په ۸ ایالتونو کې د بډو په بدل کې غیرې قانوني کډوالو ته د قانوني اسنادو د جوړولو یوه شبکه ونیول شوه.
د آلمان په ۸ ایالتونو کې د بډو په بدل کې غیرې قانوني کډوالو ته د قانوني اسنادو د جوړولو یوه شبکه ونیول شوه.
د آلمان د پولیسو لخوا په خپور شوي بیان کې یادونه شوې چې د کلونو تخنیکي څارنې په پایله کې ترلاسه شوو معلوماتو په رڼا کې ، د دوو حقوقي شرکتونو په ګډون د ۱۰۱ استوګنځایونه او کاري ځایونو په وړاندې عملیات ترسره شول. پدې عملیاتو کې تر زرو تنو ډیرو پولیسو ګډون کړی وو.
د دوسلدورف د څارنوالۍ د پرېکړې له مخې، د یو زیات شمیر کسانو پر خلاف د نوموړې شبکې د غړیتوب او خلکو ته په ناقانونه توګه د پیسو په بدل کې د اسنادو د اخیستو او فساد په تور پلټنې پيل شوي دي.
د ویلو ده چې نوموړې شبکې چې وکیلانو يي هم غړیتوب درلود په لسګونو شتمنو چینايي وګړو ته د ۳۰ زرو نه تر ۳۶۸ زرو ایرو په بدل کې د اروپا د اوسیدو اسناد ترلاسه کړي دي.
ویل شوي چې عماني او سویلي افریقا وګړي هم د هغه کسانو په منځ کې قرار لري چې په پیسو اسناد اخیستي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د استوګنې جوازونه د کیرپین او سولینګین ښارونو سربیره همدارنګه د راین - ایرفت سیمې او دورین ولسوالۍ کې د کډوالۍ دفترونو څخه صادر شوي.
داسې انګیرل کیږي چې د عملیاتو پرمهال نیول شوي وکیلانو د کډوالۍ دفتر کارمندانو ته د استوګنې جواز ورکولو لپاره رشوت ورکړی.