سویس به د جون په میاشت کې د اوکراین د سولې د کنفرانس کوربه توب وکړي.

د سویس د فدرالي حکومت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په اوکراین کې د هراړخیز، عادلانه او تلپاتې سولې د تامین لپاره به  د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د اوکراین د سولې کنفرانس جوړ شي.

2126696

"اوس د سولې د بهیر د پیل لپاره د کنفرانس لپاره اړین شرایط برابر شوي دي." په بیان کې ويل شوي چې د دې کار موخه په اوکراين کې د سولې د ټينګښت په موخه د هیوادونو ترمنځ د ګډ تفاهم رامنځته کول دي.

په پام کې ده چې دغه کنفرانس د جون په میاشت کې د نیدوالډن په کنټون کې د برګنسټاک په ښارګوټي کې جوړ شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، چې د رسمي تماسونو لپاره د سویس پلازمینې برن ته تللی، د سویس د کنفدراسیون له مشر ویولا امحیرد سره وکتل.

زیلینسکي په دې اړه جوړې شوې ګډې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې دوی به له سویس سره د سولې د کنفرانس لپاره د جنورۍ له ۱۶مې نیټې راهیسې د پلانونو په جوړولو پیل کړی دی.

زیلینسکي یادونه کړې وه چې یوازې هغه هیوادونه چې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي کنفرانس ته بلنه ورکول کیږي، روسیه به په دې خبرو کې برخه وانخلي او هغه هیله څرګنده کړه چې چین به هم په کې ګډون وکړي.

اړوند خبرونه