امریکا په یمن کې د حوثیانو پر هدفونو بریدونه کړي

امریکا متحده ایالتونو اعلان وکړ چې په یمن کې یې د حوثي یاغیانو اړوند د سور سمندرګي په اوږدو کې د هوايي دفاع سیستم، د ځمکني کنټرول سټېشن او د بې پیلوټه الوتکو یو سیستم له منځه وړی دی.

2126283

د امریکا د  مرکزي قوماندانۍ  د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې د مسئلې په اړه ارزونې کړي دي.

په بیان کې ویل شوي، چې پرون د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د هوايي دفاع سیستم او د ځمکني کنټرول سټېشن چې دوه توغندي یې د ویشتلو لپاره چمتو کړي وو، وویشتل شول.

په بیان کې ویل شوي چې د حوثیانو د بې پيلوټه الوتکو یو سیستم هم ویجاړ شوی او حوثي یاغیانو د اپریل په اوومه د ایتلافي ځواکونو پر یوې کښتۍ د بېړۍ ضد بالستیک توغندي سره برید کړی وو.

سنټکام  په یوه جلا بیان کې ویلي چې دوې د وچې ډوډۍ په ګډون بشري مرستې د "C-130" ډوله پوځي الوتکو په واسطه د غزې شمال ته غورځولي دي.

اړوند خبرونه